
کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد لپاره د چین ځانګړي استازي يوي شیایونګ د دغه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دغه ناسته کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو او متقابلو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر د چین مرستې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې روان پرمختګونه د روښانه راتلونکي لپاره ښه پیل وباله.
یوی شیایونگ ژمنه وکړه چې هیواد به یې د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې په سیاسي او اقتصادي ډګرکې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.