افغانستانخبرونه

اسلام اباد کې د طالبانو سفير د پاکستان له ځانګړي استازي سره لیدلي

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، په اسلام اباد کې يې د طالبانو له سفير سردار احمد شکیب سره لیدلي دي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د له ښاغلي شکېب سره يې په اسلام اباد کې د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د اړیکو او نورو مسايلو په تړاو خبرې کړې دي.

هغه له ډېرو جزیاتو وکړې پرته لیکلي چې په دغه ناسته کې په دې اړه هم خبرې شوي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تګ راتګ ته زمینې برابرې شي چې دوه اړخیزې اړیکې پرمختګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستيال اسحاق ډار کابل ته راغلی و او دلته يې د طالبانو د رییس الوزرا په ګډون د دوی د حکومت له بېلابېلو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي وو