افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو راپور ته د طالبانو غبرګون: کډوال د عفوې فرمان څخه برخمن دي

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان اندېښنه شریکه کړه چې له ګاونډيو هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستنېدونکي کډوال د طالبانو د غچ اخېستنې له ګواښ سره مخ دي، طالبانو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي چې هیواد ته راستنېدونکي ټول کډوال د عفوې فرمان څخه برخمن دي.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان اندېښنه شریکه کړې چې په دې وروستیو کې له پاکستان، ایران، تاجکستان او ځينو نورو هېوادونو څخه په جبري ډول بېرته خپل هېواد ته ستنېدونکي افغان کډوال د طالبانو د غچ اخېستنې له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو مرستيال وياند حمد الله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هیڅوک هم له سیاسي لحاظه له هغوی سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي او که داسې څه پېښ شي حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین جزا ویني.

هغه زیاته کړې: « که په ځینو سیمو کې یوه نیمه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه، بلکې شخصي او خورا جزئي ده چې یوناما ته نه ښایي استفاده ترې وکړي او د پروپاګند په خپرولو سره اندېښنې زیاتې کړي.»

دی وايي چې ځينو نیمګړتیاوو ته بايد سیاسي جمبه ورنکړل شي.

هغه ويلي چې د طالبانو نظام خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دې اړه دې هیڅ اندېښنه و نه لري او په ډاډ سره دې خپل هېواد ته راستانه شي.

که څه هم طالبان تل د عمومي عفوې خبره کوي خو د لیدل کېږي چې له دغه فرمان او پرېکړې څخه طالبان په حکومتي او شخصي توګه قصدي او غیر قصدي سرغړونې کوي.