خبرونهسیمهنړۍ

د پاکستان ګلګت بلتستان کې سیلابونو ۹ کسان وژلي او ۵۰۰ کورونه ړنګ شوي

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د ګلګت بلتستان په دیامر ولسوالۍ کې د سختو سیلابونو راوتلو راپورونه ورکړي دي.

لومړني معلومات څرګندوي چې د دغو سیلابونو له امله د دوو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون ۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۰۰ کورونه ړنګ شوي دي.

دغه سیلابونه له تېرو څلوور ورځو راهېسې رواني او د پاکستاني سیلانیانو د خوښې ځای بابوسر چې د ځمکې جنت ورته وېل کېده ډېر زیات مالي زیانونه لیدلي دي.

د سیمه ييز حکومت وياند فیض الله فراق رسنيو ته ويلي چې د سیلابونو له امله په دغه ایالت کې ۱۲ کیلو مټره سړکونه، ۲۷ پلونه او ۲۲ موټرونه چې اکثریت یې د سیلانیانو دي هم له منځه وړي دي.