خبرونهلوبېنړۍ

یوې میرمنې په هندي کرکټر تور لګولی، چې په هغې جنسي تیری کړی

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هندوستان په جیپور کې یوې میرمنې د IPL اړوند رائل چیلنجرز بنګلور لوبډلې په تیز توب اچونکي یش دیال باندې تور لګولی، چې په هغې جنسي تیری کړی.

یادې میرمنې چې په محکمه کې د نوموړي په اړه مقدمه درج کړې، ویلي، چې دیش دیال ورسره د تیرو ۵ کالونو په اوږدې کې اړیکې درلودې او په هغې یې ذهني او فزیکي تیری کړی دی.

دې میرمنې محکمه کې ویلي، چې دیش دیال ورسره د واده ژمنې په پالمه یادې کړنې ترسره کړي، خو اوس یې ورسره له واده کولو ډډه کړې.