خبرونهنړۍ

هند کې د ښوونځي ودانۍ د نړیدو له امله ۲۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هندوستان هېواد په راجستان کې د یوه ښوونځي ودانۍ د نړیدو پېښه کې ۴ ماشومان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې پر مهال په ښوونځي کې نږدې ۴۰ ماشومان موجود وو، چې له ډلې یې ۱۷ ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي. 

دا پېښه د راجستان په جھالاور ښار کې رامنځته شوې.

 دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې په دولتي ښوونځي کې ماشومان په ټولګیو کې ناست وو.

لا هم داسې اندېښنې شته چې ګڼ شمېر ماشومان به د ودانۍ کې د کنډوالو لاندې بند پاتې وي، چې د هغوی د راویستلو هڅې جریان لري.