نړۍ

تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ نښتو کې ۱۶ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د تایلنډ او کمبوډیا هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې په دویمه ورځ هم نښتې دوام لري او دواړو لورو څخه د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید.

دواړو هېوادونو چې په یو بل یې د سختو توغندیزو بریدونو تبادله کړې، نن یې د اوربند غوښتنې کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، دا نښتې تر اوسه ۱۶ کسان وژلي دي.

دا د تېرې یوې لسیزې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته نښته ده. 

چارواکو اعلان کړی چې د تایلنډ اړخ څخه د نښتو له سیمو ۱۰۰ زره کسان ایستل شوي دي.