افغانستانخبرونه

تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې ۱.۵ میلیون افغانان هېواد ته را ستانه شوي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پیله بیا د جولای میاشتې تر نولسمې نېټې، له ایران او پاکستانه څه باندې یونیم میلیون افغانان راستانه شوي چې یو اعشاریه ۲ میلیونه یې یوازې له ایرانه دي.

د اوچا د معلوماتو لمخې، له ایرانه نږدې ټول راستانه شوي ناقانونه افغان کډوال دي خو له پاکستانه بیا راستانه شوي ۶۲ سلنې ناقانونه، ۲۵ سلنې د پي او ار کارت لرونکي، او پاتې نور اې سي سي کارت لرونکي او پناه غوښتونکي دي.

اوچا وایي چې له ایرانه په راستانه شویو کې ۴۳ سلنې له اتلس کلنو کم عمره ماشومان خو له پاکستانه په هغو کې بیا د دې ماشومانو سلنه ۵۳ ښودل شوې ده.

دغه دفتر ویلي چې روغتیايي خدمات، سرپناه، نغدې پیسې، پاکې اوبه او ټرانسپورټ د دې راستانه شویو بېړنۍ غوښتنې دي.