
کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چین په افغانستان کې د سل مېلیونه ډالرو په ارزښت سړې خونې جوړوی، چې هره سړه خونه به د ۱۵ سوه مټریک ټنه ظرفیت ولري.
د یاد وزارت د اوبو لګولو او طبعي سرچینو معین باز محمد فیضان ویلي، د دغه سړو خونو د جوړولو لپاره یې د چین له حکومت سره خبرې اترې وروستۍ شوي او ژر به یې عملي چارې پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، تېر یوه کال کې یې د نیالګیو کېنولو کمپاینونو له لارې هېواد کې څه باندې ۱۰۰ میلیون نیالګي کېنولي او د دغو نیالګیو اوبه کولو او د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه یې لسو ولایتونو کې د ۱۰۳ چکډېمونو جوړولو چارې بشپړې کړي دي.
په ورته وخت کې نوموړي په افغانستان کې د څښاک اوبو کمښت ته په اشارې سره ویلي، چې له دې وروسته هیڅوک د ځمکې لاندې د څاه وهلو اجازه نهلري.