
کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د درملنې له سیسټمه غفلت او د کلونو جګړو له امله په افغانستان کې د هیپاټایټس بي او سي خاموش خپریدو لاره هواره کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د «افغانستان د ایډز، مقاربتي ناروغیو او هپاتیت د کنټرول ملي پروګرام» د راپور په استناد ویلي، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹۳۶ زره او ۲۴۷ کسانو په ټول افغانستان کې د هپاتیت «بي» او «سي» ازموینې کړې دي.
دې ادارې زیاته کړې، چې له ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ ربعې تر پایه، په افغانستان کې د هپاتیت «بي» ۶۷ زره او ۲۳۰ مثبتې پېښې او د هپاتیت «سي» ۲۷ زره او ۹۳۷ پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، له دې شمېر څخه ۳۷ زره او ۶۰۴ نارینه او ۲۹ زره او ۶۲۶ ښځې د هپاتیت «بي» او ۱۴ زره او ۲۷۶ نارینه او ۱۳ زره او ۶۶۱ ښځې د هپاتیت «سي» سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په هیپاټایټس بي او سي ککړ ۶۳ زره کسان ثبت شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ دا ناروغۍ اکثرا په لومړیو مرحلو کې هیڅ نښې نه لري، له همدې امله ډیری خلک د دوی له ککړتیا څخه بې خبره پاتې کیږي تر هغه چې د اغیزمنې درملنې لپاره ډیر ناوخته وي.