ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

تسلا او سامسونګ د ۱۶ میلیارډ ډالرو هوکړه لاسلیک کړه

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د موټر جوړونې امریکايي شرکت تسلا او د سوېلي‌کوریا تخنیکي شرکت سامسونګ الکترونیکس ترمنځ د ۱۶ میلیارده امریکايي ډالرو ارزښت یو ستر سوداګریز تړون لاسلیک شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ د دې تړون په ترڅ کې به سامسونګ  تسلا ته پرمختللي چپونه تولیدوي، چې د دې شرکت په برښنايي او له موټرچلوونکي پرته موټرونو کې به وکارول شي.

دا چپونه به د 4nm  ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شي چې ډېر چټک، اغېزناک او د مصنوعي ځیرکتیا (AI)  لپاره مناسب دي.