افغانستانخبرونه

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ سوه تنه افغانان له ایران وتلي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبان وایي، په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمیسیون اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ ۱۱۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ورسیدل.

طالبانو مخکې اعلان کړی و چې ۷۱۱ زره افغان کډوال له ایران څخه وتلي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو په وینا، له دې شمیرې څخه ۱۰۴۰۲ د اسلام کلا له پولې، ۱۲۱۷ د نیمروز د ورېښمو له پل څخه، ۳۶۲ د تورخم، ننګرهار، ۱۱۰ د کندهار له سپین بولدک او ۵ د انګوراډا، پکتیکا له لارې راستانه شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي، چې ۱ میلیون افغان کډوال له ایران څخه وتلي دي.