خبرونهنړۍ

جرمني د افغانستان په ګډون درې هېوادونو ته د برلین د کډوالۍ ځانګړی پروګرام لغوه کړ

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې، هېواد یې د افغانستان، عراق او سوریې هېوادونو وګړو لپاره د برلین د کډوالۍ ځانګړی پروګرام لغوه کړ.

دغه وزارت زیاته کړې، د دغه پروګرام له مخې؛ د یادو هېوادونو کډوالو کولی شول، چې  خپلې کورنۍ د شخصي ضمانت او د روغتیایي بیمې د لګښتونو په منلو سره برلین ته وغواړي.

د دغو پروګرامونو له لارې، تر دې دمه له ۴۰۰۰ ډېر کسان برلین ته تللي دي.