افغانستانخبرونه

د اوبو کمښت ؛ بادغیس کې ۲۷۵۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبانو ویلي چې د وچکالۍ له امله په بادغیس کې ۲۷۵۰ کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د طالبانو د طبیعي پیښو سره د مبارزې مشر نورالدین ترابي د بادغیس ولایت په دره بوم ښار کې د سختې وچکالۍ او د څښاک د اوبو د کمښت خبر ورکړی دی.

هغه وویل چې که نړیوال سازمانونه ژر تر ژره مداخله ونه کړي، نږدې ۲۷۵۰ کورنۍ به د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شي.

ترابي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) مشرې ایزابیل موسارد سره په یوه غونډه کې، د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره له نړیوالو سازمانونو څخه د سمدستي اقدام او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د  استازي ځانګړې مرستیالې او د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږي کوونکې اندریکا راتوات وايي چې د افغانستان  اقلیمي او موسمي بحران یو اوږدمهاله ګواښ نه دی بلکې همدااوس راپيښ شوی دی.