افغانستانخبرونه

په افغانستان کې اوړی؛ لږ باران، لاډیره تودوخې په بېلا بېلو برخو اغیزې کړي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

ملګرو ملتونو ویلي،  چې افغانستان تیره میاشت له اوسط څخه پورته تودوخه ثبت کړې، او دې شرایطو د دې هېواد په بېلا بېلو برخو اغیزه کړې.

د دغه سازمان  د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، د ۲۰۲۵م کال د جون په میاشت کې افغانستان کې  د اوسط څخه پورته تودوخه ثبت شوې.

د OCHA په وینا، په دې میاشت کې باران له نورمال څخه ښکته و، او دې شرایطو د افغانستان په ډیرو برخو اغیزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږي کوونکې اندریکا راتواټ وايي چې د افغانستان د اقلیم بحران اوږدمهاله ګواښ نه دی؛ بلکې دا همدا اوس پیښیږي.

هغې ویلي، دا په ژوند، معیشت او طبیعي جوړښتونو اغیزه کړې چې ټول افغان اتباع پرې تکیه کوي.