افغانستانخبرونه

د هېواد چاپخونې د ښوونځیو او مدرسو کتابونه چاپولای شي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مسؤلین وایي، په هېواد کې چاپخونې دا ظرفیت لري، چې د ښوونځیو او مدرسو کتابونه همدلته چاپ کړي.

د دغه خونې رئیس شېرباز کمین زاده وايي، د طالبانو د پوهنې وزارت ورسره ژمنه کړې، چې د ښوونځیو د ښوونیز نصاب کتابونه په افغاني چاپخونو کې چاپوي، چې له دې لارې به له ۵۰ څخه تر سل زرو پورې کسانو ته کاري فرصت هم برابر شي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، هڅې روانې دي چې د کتابچو په برخه کې هم پرځان بسیا شي.