افغانستانخبرونه

طالبانو ننګرهار کې د نشه يي توکو په تړاو لس کسان نيولي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې د لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکو سره يې ۱۰ کسان نيولي دي.

د ننګرهار ولايت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد رسنيو ته وويل چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو، د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نيولي دي.

دی وايي، له دغو کسانو څخه ۱۴ زره د نشه‌يي تابلیت‌کا ګولۍ، ۲۸ کیلو ګرامه تریاک او ۲۲۰ کیلو ګرامه چرس هم ترلاسه شوي دي.

دغه کسان د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي.