
کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، تېر یو کال د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ رامنځته شوې دي.
د دغه وزارت د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رييس عبدالعلي عمري چې نن يې د طالبانو د رسنيو دفتر مرکز کې د دغې ادارې د يو کلن فعالیت په تړاو معلومات شریکول دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي ويلي چې د طالبانو د رهبرۍ تر منظورۍ وروسته د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ رامنځته شوي او رسماً د هېواد په نقشه کې ځای پرځای شوي دي.
تر اوسه په رسمي ډول په بدخشان او لغمان ولایتونو کې د یوې یوې ولسوالۍ د منځته راتګ او تشکيل په اړه معلومات په رسنيو کې خپاره شوي وو خو دا لومړی ځل دی چې د ۳۰ ولسواليو د رامنځته کېدو خبر خپرېږي.