
کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې د هېواد پلازمېنه کابل او ګڼو ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت په تړاو د نړیوالو بنسټونو اندېښنې را اوچتې شوې، نن د طالبانو کابینې د اوبو د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په تړاو غونده کړې ده.
د طالبانو ارګ په يوه اعلامیه کې ويلي چې دغه غونډه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوې او په کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت په تړاو اندېښنه ښودل شوې ده.
په دغه ناسته کې د طالبانو کابینې پرېکړه کړې چې د ځمکې لاندې اوبو د مدیريت او خلکو ته د عامه پوهاوي برخه کې به اړوندې ادارې چټک ګامونه پورته کوي.