افغانستانخبرونه

طالبانو په کابل کې د ۱۰۰ موټرو د غلا په تړاو د غلو بانډ نیولی

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي د کابل ښار په ۱۵مه حوزه کې پوليسو د غلو یو بانډ نيولی چې د له بېلابېلو ولایتونو یې ۱۰۰ موټرونه غلا کړي وو.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغه بانډ کې نه یوازې د موټرو اصلي غله، بلکې هغه همکاران هم شامل دي چې غلا شوو موټرونو ته یې جعلي شاسي نمبرونه او رنګونه بدلول.

دی وايي، له نیول شويو کسانو څخه شاوخوا ۳۰ موټرونه، د موټرو اسناد، شاسي نمبرونه او ځینې نور توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.