
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا په نیویارک ایالت کې یوه وسلهوال کس په ډزو سره د پولیس افسر په ګډون ۵ کسان ووژل او وروسته یې ځان هم په ډزو وژلی دی.
د ډزو پېښه د نیویارک ښار په مډټاون مینهټن سیمه کې رامنځته شوې.
هلته یوه وسلهوال کس د پولیس افسر دیدار الاسلام په ګډون ۵ کسان ووژل.
په دې پېښه کې یو پولیس افسر او بل وګړی هم ټپیان شوي، خو د دوی حالت له خطر څخه بهر دی.
عیني شاهدانو ویلي، یو کس د اوږدې تفنګچې سره ودانۍ ته ننوتی و. دا ودانۍ، چې ۶۳۴ فوټه لوړه ده، د پارک ایونیو پر لاره پرته ده او په کې د نیشنل فوټبال لیګ او بلیکاسټون شرکت دفترونه هم شتون لري.
چارواکو د بریدګر نوم شین تامورا اعلان کړ او ویې ویل چې هغه یوازې و.
د بریدګر په اړه ویل شوي چې هغه د ۲۷ کلونو عمر درلود او د لاس ویګاس اوسېدونکی و.
د یادونې وړده، چې په امریکا کې دا د روان کال د ډزو له امله د مجموعي مرګونو ۲۵۴مه پېښه ده.