خبرونهنړۍ

چین کې د سختو بارانونو په پایله کې دیرش کسان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د سختو بارانونو په پایله کې ۳۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر سړکونه ویجاړ شوي دي.

د چین د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، روانه اوونۍ د چین په شمالي سیمو، په شمول بیجینګ، کې سختو بارانونو دوام وکړ. 

د دوشنبې په شپه تر پایه، په بیجینګ کې د سختو بارانونو په پایله کې د ۳۰ کسانو د مړینې تصدیق وشو، په داسې حال کې چې له ۸۰ زرو زیات کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي. 

د مړینو تر ټولو زیاته شمېره د ښار په شمال ختیځ مضافاتي ضلع می‌ین کې ثبت شوې ده. 

د راپور له مخې، د بارانونو له امله ګڼې سړکونه ویجاړ شوي او له ۱۳۰ زیاتو کلیو برېښنا پرې شوې ده. 

چارواکو له خلکو غوښتي چې د موسمي خبرو او خبرداریو ته پاملرنه وکړي او په غیر ضروري توګه خطرناکو سیمو ته سفر ونه کړي. 

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ چارواکو ته لارښوونه کړې چې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو له امله د اغېزمنو سیمو لپاره د بدترینو حالاتو لپاره مخکې له مخکې پلان جوړ کړي او د اوسېدونکو سمدستي تخلیې یقیني کړي.