
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان په کراچۍ کې د جرمني جنرال قونسلګرۍ پخپل ایکس پاڼه کې پاکستاني وګړو ته د ویزې د ورکړې خدمتونو د بندېدو خبر ورکړی.
د دغه قونسلګرۍ له لورې په خپره شوي بیان کې ویل شوی، د ویزو لپاره د غیر اروپايي اتباعو ټول تصدیق شوي اپاینټمنټونه تر نامعلومې مودې لپاره لغوه شول.
دوی ویلي، کله چې دوی بیا ځلې اپاینټمنټ سیستم فعاله کړل، د ویزې غوښتونکي به بیا خپل درخواستونه ورکوي.
په اسلامآباد کې د جرمني سفارت تر اوسه داسې کوم یاداښت نه دی خپور کړی.