
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د شرې ناروغۍ له امله د تیرو شپږو میاشتو په موده کې ۱۸ ماشومان مړه شوي.
په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست انتاني روغتون مسؤل سیدمحمد محمدي وایي، د تېرو شپږو میاشتو په جريان کې دغه روغتون ته دوه نیم زره پر شري ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل شوي چې له ډلې یې ۱۸ ماشومانو ژوند بایللی او په لسګونه نور لا بستر دي.
هغه زیاتوي چې هره ورځ په منځنۍ کچه له ۱۰ تر ۲۰ پورې په شري اخته ماشومان د درملنې لپاره دغه روغتون ته وړل کېږي.
شری یو ډول ساري ناروغۍ ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کمعمره ماشومان پرې اخته کېږي.
دغه ناروغۍ د ټوخې او پرنجي او یا د پزې او خولې له ترشحاتو سره د مستقیم تماس له لارې له ناروغ کس نه روغ کس ته لېږدي.