
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په تېرو درېیو اوونیو کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز فعالان د کابل او د هېواد له یوه ولایت څخه نیولي دي.
دې مرکز په یوه اعلامیه کې، چې پرون خپره شوې، ویلي چې دا کسان د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورینو له خوا نیول شوي دي.
د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې د اسد په دویمه نېټه د طالبانو استخباراتو یو خبریال او دوه رسنیز فعالان «د نجونو لپاره د روزنیزو کورسونو د جوړولو په تور» نیولي او د دوی کاري تجهیزات یې ضبط کړي دي.
د خبریالانو مرکز د افغانستان په اعلامیه کې د دې کسانو د نیولو ځای نه دی مشخص شوی او ویل شوي چې دوی د نیولو وروسته د طالبانو د استخباراتو رياست ته لېږدول شوي دي.
د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې د اسد په لومړۍ نېټه هم یو کس د کابل په «کارته سی» سیمه کې «د هېواد څخه بهر فعالو خبري ویبپاڼو د جوړولو او د دې ویبپاڼو د تخنیکي ملاتړ په تور» د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
دې مرکز د یوه ځايي خبریال په حواله راپور ورکړی چې دا کس د طالبانو د استخباراتو رياست بندخونې ته لېږدول شوی دی.
د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو استخباراتو د سرطان په ۱۶مه نېټه په یوه ولایت کې یو خبریال د هغو راپورونو د چمتو کولو په تور، چې د طالبانو له خوا تایید شوي نه دي، نیولی دی.
دې مرکز ویلي چې دا خبریال د دوو ورځو وروسته د طالبانو د محدودیتونو د رعایت او د دوو کسانو د ضمانت په بدل کې آزاد شوی دی.
د خبریالانو مرکز ویلي چې د امنیتي مسایلو له امله د دې خبریالانو او رسنیزو فعالانو هویت او د دوی د نیولو دقیق ځای نه ذکر کوي.
د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې طالبانو د سرطان په ۲۴مه نېټه د کابل په یوه دفتر، چې د «پیکسل» په نوم د رسنیزو منځپانګو د تولید شرکت دی، یرغل کړی او د دې شرکت مسوول نویداحمد اصغري او د هغه مرستیال مشتاقاحمد حلیمي یې نیولي، او د دې دفتر وسایل او تجهیزات، لکه د تصویر اخیستنې کامرې، کمپیوټرونه او د معلوماتو ذخیره کولو وسایل یې ضبط کړي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د دې کسانو نیول تایید کړي او ویلي یې دي چې دوی یې د سریالونو د دوبله کولو او لوېدیځې کلتور او مفکورې د خپراوي په تور نیولي دي.
دې وزارت همدارنګه د یوه دې کسانو د اعتراف یوه ویډیو خپره کړې، خو دا روښانه نه ده چې دا ویډیو په کومو شرایطو کې ثبت شوې ده.
د خبریالانو مرکز د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د نیولو نوې څپه غندلې او له طالبانو یې غوښتي چې د رسنیو د آزادۍ درناوی وکړي او وروستي نیول شوي خبریالان او نور بندي خبریالان آزاد کړي.
طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راهیسې څو ځله خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیولي او بندي کړي دي. دا ډله همدارنګه څو ځله د رسنیو پر دفترونو یرغل کړی، هغه یې تړلي او د دوی تجهیزات یې ضبط کړي دي.