
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په غور ولایت کې یوه معتبره سرچینې رسنیو ته ویلي، د پخواني حکومت د ملي امنیت یو کارمند، چې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و، جسد یې موندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، دا کس محسن رسولي نومېده او د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د اللهیار نوي تاسیس شوي ولسوالۍ د «جوي سرخ» کلی څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.
سرچینې زیاته کړه چې د رسولي جسد د دوشنبې په ورځ (۶ اسد) د اللهیار ولسوالۍ په «سفید رخنه» کلی کې د بل یوه جسد سره یوځای موندل شوی دی.
د دویم جسد هویت لا روښانه نه دی.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د استخباراتو «کوهستانات» قطعې محسن رسولي نیولی و.
سرچینې وویل چې رسولي تر دې مخکې هم دوه ځله د طالبانو له خوا نیول شوی و.
د سرچینې په وینا، رسولي په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و او د خپلې آزادۍ لپاره یې یوه میل اسلحه سپارلې وه.
همدارنګه، هغه په ۱۴۰۳ کال کې دویم ځل د نامعلومو دلایلو له امله د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و او د نظامي محکمې له خوا شپږ میاشتې بند محکوم شوی و، چې د دې حکم له تېرولو وروسته آزاد شوی و.
د سرچینې په وینا، محسن رسولي په هند کې د اقتصاد په رشته کې زدهکړې کړې وې او په ۱۳۹۶ کال کې د فراغت وروسته د غور د ملي امنیت افسر په توګه ټاکل شوی و او تر جمهوریت د سقوط پورې په غور کې د ملي امنیت کارمند و.
په غور کې طالبانو تر اوسه د دې پخواني نظامي د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.