افغانستانخبرونه

طالبانو درې ولایتونو کې ۵ تنه په درو وهلي

کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو محکمې د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوې ښځې په ګډون یې ۵ تنو  ته د «زنا، لواطت او نامشروع اړیکو» په تور هر یوه په ۳۹، نهه دیرش درو وهلي.

دغه راز میرمنه ، چې د «نامشروع اړیکو» په تور متهمه وه، د درو سربېره یو کال تنفیذي حبس هم ورکړل شوی دی. 

د طالبانو محکمې د سې‌شنبې په ورځ (۷ اسد) په خپلو خبرپاڼو کې ویلي چې په بدخشان ولایت کې دوه نارینه د « د واده څخه پرته جنسي اړیکو» په تور، په کابل کې دوه نور نارینه د «همجنس بازۍ» په تور او یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور تعزیري سزا ورکړل شوې ده. 

د نړیوالو پرله‌پسې غوښتنو سره سره، چې د بدني سزا بندولو غوښتنه یې کړې، طالبان کسان د بېلابېلو تورونو په اساس نیسي او په عام محضر کې پرې درې وهي.