
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د مالیزیا د سرحدي کنټرول او ساتنې ادارې اعلان کړی چې څلور افغان اتباع د جعلي ویزو د کارولو په تور د کوالالامپور نړیوال هوايي ډګر ته د ننوتلو پر مهال نیول شوي دي.
د مالیزیا ملي خبري اژانس د راپور له مخې، یو نارینه او درې ښځې د اماراتو الوتکې له لارې له دوبۍ څخه مالیزیا ته راغلي، خو د مهاجرت کنټرول له برخې څخه د تېرېدو پرته، دوی څو ورځې د هوايي ډګر په ترانزیټي ساحه کې تېرې کړې.
دې دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې د نورو څېړنو وروسته معلومه شوه چې د دې کسانو له خوا وړاندې شوې ویزې جعلي وې.
دوی ویلي چې دا ویزې یې د یوه منځګړي له لارې ترلاسه شوي، چې ادعا یې کړې وه دا اسناد له ازبکستان څخه صادر شوي دي. خو د مالیزیا سرحدي چارواکو ویلي چې دې مسافرو هیڅ یوه د دې هېواد د سفر سابقه نه درلوده.
د مالیزیا سرحدي چارواکو ویلي چې دې کسانو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې او د جولای په ۳۰مه نېټه د دوی د اصلي هېواد ته د ستنولو پلان جوړ شوی دی.
دا په روانه میاشت کې د کوالالامپور په هوايي ډګر کې دویمه ورته پېښه ده. تېره اوونۍ هم اووه افغان اتباع، په شمول پنځه لویان او دوه ماشومان، د جعلي ویزو د وړاندې کولو له امله له مالیزیا ته د ننوتلو څخه منع شوي وو.
د مالیزیايي چارواکو په وینا، د دې کسانو له خوا د جعلي ویزو د ترلاسه کولو د طریقې د روښانه کولو لپاره نورې څېړنې روانې دي.