
کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
رسنیو خبر ورکړی، چې د روسيې ختيځ ساحل ته نږدې ۸.۸ درجې زورور زلزله راغلې، چې له امله يې د سونامي خبرداری جاري شوی دی.
د امريکا جيولوژيکل سروې په وينا، د زلزلې مرکز د روسيې د کامچټکا ټاپووزمې په پيټروپاولوسک ښار ختيځ کې شاوخوا ۱۳۶ کيلومتره واټن کې په ۱۹ کيلومتره ژوروالي سره و.
د روسي وزير په وينا، د زلزلې وروسته د کامچټکا په بېلابېلو برخو کې د ۳ تر ۴ متره لوړې سونامي څپې ثبت شوې دي.
د زلزلې له امله د يو شمېر خلکو د ټپي کېدو راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
دا د ۱۹۵۲ کال وروسته تر ټولو زوروره زلزله ثبت شوه
د روسي رسنيو په وينا، د زلزلې شدت ۸.۷ درجې و، خو دا د ۱۹۵۲ کال وروسته د کامچټکا سيمې تر ټولو زوروره زلزله وه.
چارواکو ولس ته ويلي، چې د سيويرو کوريلسک ښارګوټی د اوس لپاره خالي کړي، چې له امله يې د خالي کولو بهير روان دی.
د ممکنه سونامي څپو په نظر کې نيولو سره د ارام سمندر لپاره د سونامي مشورتي خبرداری جاري شوی دی.
جاپان او فلپينز هم بېړني خبرداري جاري کړي، په داسې حال کې چې امريکا د کاليفورنيا، واشنګټن، اوريګن او الاسکا ايالتونو لپاره د سونامي خبرداری جاري کړی دی.
سربېره پر دې، د برټش کولمبيا لپاره هم د سونامي خبرداری جاري شوی دی.