
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د انګلستان په کوربتوب د لیجنډز لیګ په نیمه پای لوبه کې هندوستان له پاکستان سره له لوبې کولو انکار وکړ، چې له امله یې پاکستان د دغه سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده.
تر دې وړاندې هم په روانو لوبو کې هند د پاکستان سره له یوې بلې لوبې ترسره کولو هم ډډه کړې وه، دغه راز د سیالیو مالي ملاتړي هم د هند او پاکستان د نیمه پای لوبې د نه سپانسرولو اعلان کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې په نږدې راتلونکې د اسیا جام سیالۍ هم ترسره کیږي، چې اټکل کیږي، هند به په کې ګډون ونکړي.