
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند د آسام ایالت نامتو اداکاره او ټولنیزو رسنیو ستورې نندني کشیپ له دې امله نیول شوې، چې یو ۲۱ کلن مسلمان ځوان سمیع الحق یې په موټر وهلی او وژلی یې دی.
د ND تلویزیون د خبر له مخې؛ پولیسو نندني کشیپ د جولای په ۳۰مه نیولې او محلي محکمې ته یې وړاندې کړې ده.
د پولیسو په وینا، اداکارې د روانې میاشتې په ۲۵مه د تېز رفتار موټر په ټکر سره سمیع الحق سخت ټپي کړی و، چې دوه ورځې وړاندې یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د وژل شوي ځوان کورنۍ ویلي، چې یادې اداکارې ورسره ژمنه کړې وه، چې د سمیع الحق د درملنې ټول لګښت به ورکړي، خو د څلورو ورځو بستر سره، سره هغې د ټپي هیڅ احوال وانخیست.