افغانستانخبرونه

ټرمپ په امریکا کې د پناه غوښتونکو پخوانیو افغان همکارانو سره مرسته کوي

کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونآلډ ټرمپ ژمنه وکړه، چې په دغه هېواد کې پناه غوښتوونکو پخوانیو افغان همکارانو سره به مرسته وکي.
هغه ویلي: «موږ ښه خلک پېژنو او هغه کسان چې ښايي ډېر ښه نه وي هم پېژنو. ځینې کسان چې دلته راغلي چندانې مناسب نه وو. موږ له هغو کسانو چې له موږ سره یې کار کړی او ورسره ژمنې شوي، ملاتړ کوو.»

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستنې پر څرنګوالي نیوکې وکړې او هغه یې «شرموونکی» وباله.