افغانستانخبرونه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قرغیزستان له سفیر سره لیدلي

کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قرغیزستان له سفیر تورداکُن سیدیکوف سره په کابل کې کتلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، په دې کتنه کې قرغیزستان ته د طالبانو د لوړپوړي پلاوي د احتمالي سفر، د قرغیزستان اقتصادي فورم کې د ګډون او له چارواکو سره د دوه اړخیزو لیدنو په اړه خبري شوي.

د اعلامیې له مخې؛ په دغه لیدنه کې همدا راز  د سوداګریزو اړیکو، ترانزيتي او پانګونې  په برخه کې د هوکړه لیکونو د لاسلیک، د افغانستان، قرغیزستان او تاجیکستان تر منځ د درې‌ اړخیزې هوکړې او د همکاریو د نقشې د نهایي کولو په اړه هم خبرې شوې دي.