
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وايي چې په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري د (نهاد رسانه ای افغانستان) په نوم د رسنیو د يو ملاتړي بنسټ مشر ابوذر صارم سرپلي د اخلاقي فساد په تور نیولی.
د طالبانو د امربالمعروف په وزارت کې ځينو سرچینو ويلي چې صارم سرپلي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې واک ته د طالبانو رسېدو سره سم په کابل کې د رسنیو د ملاتړ په نوم د (نهاد رسانه اي افغانستان) په نوم يو بنسټ رامنځته کړ او د طالبانو په ګټه يې فعالیتونه کول، تازه د اخلاقي فساد په تور نيول شویدی.
په نوموړي دغه راز بهرنيو هېوادونو ته د جاسوسۍ، له ایران او ځينو نورو هېوادونو څخه د پيسو تر لاسه کولو او د طالبانو د حکومت پر ضد د ځوانانو د هڅولو تورونه هم پورې شوي دي.
د هغه يوه ويډيو هم طالبانو خپره کړې چې هغه په کې له ایران، يوناما او يونیسکو څخه د پیسو تر لاسه کولو اعتراف کړی دی.