
کابل ټیلیګراف – ۱۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د حزب اسلامي افغانستان مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي چې شخصي او ګوندي بیرغونه د ملي بیرغ ځای نه شي نيولی او په تېره نیمه پیړۍ کې پر ارګ ګڼ بیرغونه رپېدلي خو ټول نسکور شوي او سوځېدلي دي.
د حکمتیار دا تازه څرګندونې د هغه په هغه لیکنه کې شوي چې پر اېکس ټولنیزه شبکه باندې د هغه پر شخصي پاڼه خپره شوې ده.
هغه ویلي: « په تېري نژدې يوې پېړۍ كي ډېر بيرغونه د ارگ پر برج رپېدلي، بدل شوي، نسكور شوي او سوزېدلي؛ هر څوك چي ارگ ته ننوتى او د اقتدار پر كرسۍ كښېنول شوى؛ خپل شخصي او گوندي بيرغ ئې پرې رپولى او همدې ته ئې د ملي بيرغ نوم وركړى.»
هغه د ملي بیرغ په تړاو وايي: « ملي بيرغ هغه دئ چي د ملي يووالي نښه او رمز وي؛ داسي معتبري شورى ئې رنگ، اندازه او نښان غوره كړى وي چي ملي اجماع تمثيلوي او غړي ئې په واقعي معنى د ملت منتخب او معتمد استازي وي؛ دا تشه لا نه ده ډكه شوې.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هېواد يو شمېر ولايتونو کې ګڼ ځوانان د طالبانو استخباراتو د ملي بیرغ د نمانځنې په تړاو نيولي دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم طالبانو درې رنګه ملي بیرغ چې د افغانانو په زړونو کې ځای لري له دولتي او خصوصي ځايونو ښکته کړ، د خپلې ډلې بیرغ يې پر ارګ او ټولو ځايونو وځړاوه او هېچا ته د ملي بیرغ د ګرځولو، نصبولو او حتی په ټولنيزو شبکو کې د ملي بیرغ په تړاو څرګندونو باندې هم بندیز لګېدلی دی.