
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، زرګونه اسټرالیایي وګړو په سیډني ښار کې د فلسطینیانو په ملاتړ د لاریونونو پرمهال غزه کې د سولې ټینګښت او یادې تړانګې ته د بېړنیو بشري مرستو د لېږد غوښتنه کړې.
د راپور له مخې، د سیډني ترڅنګ د اسټرالیا په کلتوري ښار مېلبورن کې هم ورته لاریونونه شوي.
له فلسطینیانو څخه د نړیوال ملاتړ پراخېدو سره پر اسرائیلي رژیم غزه کې د بریدونو د بندولو او د بشري مرستو د لېږد بهیر د اسانه کولو لپاره ډیپلوماتیک فشار زیات شوی دی.