خبرونهسیمهنړۍ

د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټيوټ: پاکستان کې ترهګري ۵ سلنه ډېره شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د پاکستان د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټيوټ په خپل مياشتني راپور کې ويلي چې په دغه هېواد کې ترهګري ۵ سلنه ډېره شوې خو د امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې ۳۲ سلنه کموالی راغلی دی.

یاد انسټيوټ د جولاي میاشت په راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۵ کال د جون په پرتله په جولاي مياشت کې ترهګري او ترهګريز بریدونه په پاکستان کې ۵ سلنه ډېر شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، په خیبر پښتونخوا او قبایلي سيمو کې ۵۳ وسله والې پېښې ثبت شوي او پ بلوچستان ۲۸ پېښې ثبت شوي خو په پنجاب، سنده، ازاد کشمیر او اسلام اباد کې هېڅ پېښې په جولاي مياشت کې نه دي شوي.

د ياد راپور د معلوماتو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې په ترهګریزو بریدونو کې تر نورو ډېر ۴۹ سلنه ډېروالی راغلی چې له امله يې ۴۷ عام وګړي، ۳۶ امنيتي سرتيري او ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۹۰ ملکي وګړي، ۵۲ امنيتي سرتيري او ۷ وسله وال ټپيان شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، امنيتي ځواکونو هم خپلو عملیاتو ته زیاتوالی ورکړی چې پرمهال يې ۱۰۶ وسله وال وژل شوي او ۶۹ نور ژوندي نيول شوي دي او دغه راز د عملیاتو پرمهال ۷ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.