
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر محمد اتابک ویلي، چې نن یکشنبه (د زمري ۱۲مه) په اسلاماباد کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه لاسلیکوي.
د دې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له ۳ میلیاردو ډالرو څخه ۱۰ میلیاردو ته لوړه شي.
دا هوکړه په داسې حال کې کېږي، چې د ایران ولسمشر د پاکستان له سفر مخکې هیله ښودلې وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه به ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.
پزشکیان همدارنګه د “یو کمربند، یوه لار” د نوښت (OBOR) په چوکاټ کې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) پروژې کې د ایران د فعال ګډون هیله څرګنده کړې ده.