
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیساري وايي، د روان کال د بودجې سخت کمښت له امله د بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره د معیشت، سرپناه او مالي ملاتړ په برخه کې بنسټیزې فعالیتونه په پراخه کچه کم کړي دي.
دا اداره وايي، د بېرته ستنېدونکو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
دغه سازمان ویلي، تر اوسه یوازې ۲۸ سلنه بودجه ترلاسه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیساري د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه له ایران او پاکستان څخه له ۲ میلیونو زیات افغانان په جبري یا رضاکارانه توګه افغانستان ته ستانه شوي، چې دا وضعیت پر یوه هېواد، چې کلونه یې بې ثباتي او کړکېچ تجربه کړی، نور فشار زیات کړی دی.
دغه سازمان د افغانستان د بشري کړکېچ او د بودجې د کمښت په اړه ویلي، د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.