افغانستانخبرونه

بلخ کې طالبانو په جوماتونوکې خپل ۴۱ ملایان ګمارلي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ په ۴۱ جوماتونو کې د نوو امامانو او مؤذنانو د ګومارنې خبر ورکړی.

د دې وزارت په وینا، دا اقدام «د خلکو په غوښتنه» او د جوماتونو د چارو د لا ښه تنظیم لپاره شوی دی. 

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا امامان او مؤذنان به په ۳۷ واړو او ۴ جامع جوماتونو کې خپلې دندې ترسره کړي. 

طالبانو له خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر جوماتونو او روحانيونو سخت نظارت کړی او په ډېرو مواردو کې یې خپل باوري ملایان د پخوانیو امامانو پر ځای ګومارلي دي. 

د یو شمېر ښارونو اوسېدونکو ویلي، هغه جوماتونو امامان چې د جمعې په خطبو کې یې د طالبانو د مشر هبت الله نوم نه دی اخیستی، له دندو ګوښه شوي دي.