افغانستانځانګړي برخهراپورونه

د طالبانو د اخلاقي فساد د ويډوګانو نشر غبرګونونه راپارولي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په پرلپسې ډول د طالب مشرانو د اخلاقي فساد د ويډيوګانو نشرېدو په ټولنیزو شبکو کې پر دغې ډلې د خلکو اعتبار لا کم کړی او تر ډېره خلک نيوکه کوي چې طالبانو د جهاد په نوم شخصي ګټو ته د رسېدو لپاره تېر جمهوري نظام ړنګ کړی دی.

د ټولنيزو شبکو کاروونکي د طالبانو دا ډول کړنې غندي او له طالب مشرانو دا ډول اشخاصو ته د مجازاتو ورکړې غوښتنه کوي.

د نظر خاوندان دغه راز پر طالب نظام دا نيوکه هم کوي چې نورو خلکو ته حتی د چرګې د غلا په خاطر هم د شرعيت په نوم سزاګانې ورکوي خو د خپلې ډلې غړو ته د سزا پر ځای امنتیازات ورکوي.

نشر شوې ويډيوګانې

دوه ورځې وړاندې يوه ويډيو په ټولنيزو شبکو کې لاس په لاس شوه چې په کې لیدل کېږي د ننګرهار ولايت د بهرنيو چارو رييس (په ننګرهار کې د بهرنيو چارو وزارت د نماینده ګۍ رييس) مولوي فضل هادي احمد په يو ويډيوکال کې خپله تناسلي اله مقابل کس ته ښکاره کوي او په دغه ډول خپل شهوت سړوي.

داسې ويل کېږي چې نومړی په همدغه قضیه کې له دندې ګوښه شوی؛ خو دا سزا نه بلکې امتیاز یا یوازې د موضوع د غلي کولو لپاره ترسره شوی ځکه هغه بېرته د پکتیا د برېښنا د رييس په توګه ټاکل شوی دی.

تازه له پرون راهیسې يوه ويډيو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې چې په کې لیدل کېږي د بلخ ولايت د پوهنتون رييس چې اوس له دغې دندې د پوهنتون اړوند د يو پوهنځي رياست ته تبديل شوی، به خپل کور کې له يوې جینۍ سره نیول کېږي.

د طالبانو د استخباراتو کسان د سیمه د ګذر له وکیل سره يوځای د ملا ضیاء الحق ضيا کور ته ورځي او لیدل کېږي چې هغه يوه جینۍ په خپله کوټه کې د خوب تر تخت لاندې پټه کړې ده.

نوموړی ورغلیو کسانو ته وايي چې دا پيغله د مرستې لپاره ورغلې وه، خو دا چې تر تخت لاندې يې پټه کړې او استخباراتو ته له وړاندې خبر ورکړل شوی دی، ښکاره ثبوت دی چې جينۍ يې د بد فعلۍ لپاره ور غوښتې وه.

تر دې وړاندې هم په ځلونو د طالبانو د اخلاقي فساد ځينې ويډيوګانې خپرې شوي خو مجرمينو ته يې د سزا پرځای امتيازات ورکړل شوي دي.

د خلکو غبرګونونه

په ټولنیزو شبکو کې ځينو خلکو د طالبانو دا کړنې غندلي،  مجازات غوښتنه يې کړې او دا يې د طالبانو د جهاد په نوم د تېر نظام پر ضد د جګړې پایله ګڼلې ده.

د دوی له ډلې د سهیل نور خان په نوم د ټولنيزې شبکې (اېکس) يو کاروونکي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: ((تالبانو د افغانان اقتصاد دې حال ته رسولی دی چې د یوې لقمې ډوډۍ دپاره یې لوڼه د تالبانو کوټو ته ورشي. ))

د بلخ د پوهنتون پخوانی رييس ملا ضیاءالحق ضياء له یوې پېغلې جېنۍ سره نیول شوی دی، راپور وایي ملا ضیاء د پوهنتون له رئیستوبه لرې کړای شوی خو بیا هم د یوې څانګې رئیس دی، په داسې حال کې چې دوی عام افغانان په لوبغالو کې په دورو وهي خو خپل ملا ته بیا څه نه وایي او حتا هغه نجلۍ ورته په نکاح کوي هم.

د ټولنيزې شبکې اېکس يو بل کاروونکي ظهیر بارکزي لیکلي چې د تېر جمهوري نظام پرمهال ۴۵ بهرني هېوادونه افغانستان ته راغلل خو داسې ظلم او وحشت نه و شوی چې د طالب په نظام کې روان دی.

هغه ليکلي: ((کفار دغه ملک ته راغلل خو داسي زنا کار او وحشت حالات ما ونه لیدو ، مګر نن مې د ملا په جامه کې زنا کار او لیواطت کار انسان دافغان ټولني بدنامولو لپاره د ملا تر نامه لاندې لاس نیولې نیول کیږی.! دا د اسلام او افغانانو دوښمنان دی.!))

خو د طالبانو ځينو پلويانو/طالبانو بیا دا ويډيوګانې د بهرنيو هېوادونو تبلغات ګڼلي او وايي، د دوی په چوکاټ کې ځينو کسانو له استخباراتي شبکو سره لاس يو کړی او د طالبانو د نظام د بدنامولو هڅې کوي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور پخوانی رييس قاري ساجدالله خوږياڼی چې روان کال په دغه ولايت کې د نارنج ګل په مشاعره کې د مشهور شاعر مرحوم تراب د شعر له امله له دندې ګوښه شوی، وايي، په نظام کې داخل کسان بهرنيو استخباراتي کړيو ته معلومات ورکوي.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ((زمونږ په خټه کې د یو بل سپکه او ذلالت پروت دی> تر څو مو چه د څنګ ملګری ښه شرمولی نه وي تر هغې يې نه پریږدو، انسان د خطأ سره مخ دی او لازم خطأ کیږي، دښمن ته ټول مواد د یو بل پر ضد رسیږي او دا کار تر ټولو پست او شرمیدلی دی.))

يو بل طالب اباسين ازره وال لیکلي، ټولنيزو شبکو کې خپرېدونکې ويډيو د بلخ پوهنتون د رييس نه ده.

هغه زیاته کړې: ((یوې کاذبې رسنۍ ویډیو نشر کړې او د بلخ پوهنتون محترم رییس شیخ الحدیث محمد سعید هاشمي صاحب پورې یې تړلې ده.خو د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د معلوماتو په اساس حقیقت دا دی،چې ویډیو کې لیدل کېدونکی کس د بلخ پوهنتون رییس نه،بلکې هېڅ امارتي ادارې کارکوونکی هم نه دی.))