خبرونهنړۍ

په غزه د اسرائیلو وحشیانه بریدونه؛ د مرستو په تمه ۳۶ کسانو په ګډون ۷۴ نور فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیل لخوا په غزه کې د مرستو اخیستو په موخه ورغلیو کمزورو او بې‌وسه فلسطینیانو باندې وحشیانه ډزې او د کډوالو پر کمپونو بمبارۍ له امله له ۷۴ تنو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي.

د را پورونو له مخې؛ د دوشنبې په ورځ اسرائیلي پوځ په غزه کې د مرستو لپاره ولاړو بې‌وسه فلسطینیانو باندې ډزې کړي، دغه راز یې د کډوالو پر کمپونو هم بمبارۍ کړي.

د غزې پر وړاندې د اسرائیلي بریدونو له امله د دوشنبې له سهاره تر اوسه له ۷۴ تنو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې په کې ۳۶ هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو په تمه ولاړ وو.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د اسرائیلي بمباریو او د مرستو د کمښت له امله هره ورځ غزه کې ۲۸ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. 

بل پلو، حماس ویلي، که اسرائیل د غزې ټولو وګړو ته د مرستو رسولو لپاره بشري لارې پرانیزي، نو دوی چمتو دي چې نړیوالې سرې صلیب کمیټې (ICRC) ته اجازه ورکړي چې په غزه کې موجود اسرائیلي یرغماليانو ته مرستې ورسوي. 

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغل له امله په غزه کې تر اوسه ۶۰ زره ۸۳۹ کسان وژل شوي او ۱۴۹ زره ۵۸۸ کسان نور ټپیان شوي دي. 

د ترکي رسنیو په حواله، په غزه کې هر تیریدونکی لحظه د یوه بل فلسطیني ماشوم ژوند اخلي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي بمباریو او محاصرې له امله تر اوسه ۱۸ زره ۵۹۲ فلسطیني ماشومان وژل شوي، چې دا د تېرو ۲۲ میاشتو په اوږدو کې د غزې د ټولو تلفاتو ۳۱ سلنه جوړوي.