خبرونهنړۍ

نتن یاهو نن د ټولې غزې د نیولو په اړه د پرېکړې په موخه د کابینې غونډه لري

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلو رسنیو د خبر له مخې؛ د دغه هېواد لومړی وزیر بنیامین نتن یاهو په غزه کې د پوځي عملیاتو د پراخولو په اړه غور کوي. 

د اسرائیلو دولس تلویزیون ویلي، په دې پلان کې د غزې د ټولې سیمې د نیولو هڅې شاملې دي. 

د اسرائیلي رسنیو په وینا، د نتنیاهو لخوا د دې پلان په اړه وروستۍ پرېکړه به د سې‌شنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وشي. 

د جولای ۲۹مې نېټې، اسرائیلي ورځپاڼې هاریټز رپوټ ورکړی و چې نتنیاهو کابینې ته یو داسې پلان وړاندې کړی و چې د امریکا لخوا تایید شوی او په غزه کې د ځینو برخو بیا نیول پکې شامل دي. 

د غزې د روغتیا وزارت وایي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغل له امله په غزه کې تر اوسه ۶۰ زره ۸۳۹ کسان وژل شوي او ۱۴۹ زره ۵۸۸ کسان نور ټپیان شوي دي. 

د ترکي رسنیو په وینا، په غزه کې هره لحظه د یوه بل فلسطیني ماشوم ژوند اخلي. 

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي بمباریو او محاصرې له امله تر اوسه ۱۸ زره ۵۹۲ فلسطیني ماشومان وژل شوي، چې دا د تېرو ۲۲ میاشتو په اوږدو کې د غزې د ټولو تلفاتو ۳۱ سلنه جوړوي. 

دا په داسې حال کې ده، چې ګڼ شمېر هېوادونو کې د اسرائیلو د بریدونو خلاف او د فلسطین په ملاتړ لاریونونه پیل شوي دي.