خبرونهنړۍ

په متحده عربي اماراتو کې د سختې ګرمۍ څپه، تودوخه له ۵۱ درجو هم واوښته 

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د خلیج ټایمز د را پورو له مخې؛ د اګست په لومړۍ نېټه د متحده عربي اماراتو په سویحان او العین کې تودوخه تر ۵۱.۸ درجو سینټي‌ګراد پورې ثبت شوې، چې دا د روان کال تر اوسه تر ټولو لوړه تودوخه ده. 

تر دې وړاندې په دوبۍ کې د  تودوخې تر ټولو لوړه درجه ۴۵ درجې سینټي ګراډ پورې ثبت شوې وه.

د سختې ګرمۍ له امله روغتیايي کارپوهانو وګړو ته سپارښتنه کړې چې احتیاطي تدابیر ونیسي او د ماسپښین له ۲ بجو څخه تر ماښام ۴ بجو پورې په لمر کې کار ونه کړي. 

ډاکټرانو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ګرمۍ له امله د بدن د اوبو کمښت او د تودوخې د ضربې په ګډون نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کېدای شي، نو وګړي دې پرته له اړتیا له کوره بهر نه وځي.