خبرونهنړۍ

د اوکراین ولسمشر: د پاکستان او چین اتباع د روس په ملاتړ د اوکراین سره جنګیږي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمڼخ جګړه کې د ګڼو هېوادونو جنګیالي د روس په ملاتړ د اوکراین پر ضد جنګیږي.

نوموړي زیاته کړې، په دغه جنګیالیو کې د چین او پاکستان هېواد خلک هم شامل دي، چې د اوکراین پر ضد عملاٌ په جګړه بوخت دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې د اوکراین په شخړه کې د پاکستانیانو د ښکېلتیا تورونه ردوی او اوکراین په دې اړه هیڅ مستند اسناد نلري.

په دغه اعلامیه کې پاکستان له اوکراین څخه د یادو څرګندونو له امله د وضاحت د ورکړې غوښتنه کړې.