
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په بنګلهدېش کې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د حکومت د ختمېدو د کال پوره کېدو په مناسبت بنګلهدېشي وګړي واټونو ته په راوتلو دغه کالیزه ونمانځله.
د بهرنیو رسنیو د را پورونو له مخې؛ د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د حکومت د ختمېدو یو کال پوره کېدو په مناسبت زرګونه بنګلهدېشي وګړي واټونو ته راووتل.
د موقت حکومت د لومړي کال د بشپړېدو په مناسبت د موقتي حکومت مشر محمد یونس په خپل پیغام کې ژمنه وکړه چې په ګډه به د بنګلهدېش د پرمختګ لپاره کار ته دوام ورکړي.
محمد یونس زیاته کړه چې راتلونکي کال به عادلانه، شفاف او سولهییز ټاکنې ترسره شي.