خبرونهنړۍ

په هانګ کانګ کې سختو بارانونو د ۱۵۰ کلونو ریکارډ مات کړ 

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د روان کال په ترڅ کې د موسمي بارانونو له امله په هانک کانک کې د یو نیم سل کالونو پخوانی ریکارډ مات شو.

د هوا پېژندنې ادارو ویلي، په هانګ کانګ کې د اګست په میاشت کې په یوه ورځ کې د تاریخ تر ټولو زیات ۳۵۵.۷ ملی میتره باران ثبت شوی. 

په هانګ کانګ کې د سختو بارانونو او تورې کچې خبرداري له امله روغتونونه، ښوونځي او محکمې بندې شوې.

بل پلو، د جاپان په ګوانګ‌ډونګ ولایت کې هم په هر ساعت کې ۹۰ ملی میتره باران ثبت شوی دی.