
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په تېرو پنځو اوونیو کې له ۸۰ زیات فلسطینیان د لوږې له امله مړه شوي.
سرچینې وایي، د ۲۰۲۳ کال راهیسې د اسرائیل لخوا پر فلسطینیانو د تپل شوي لوږې له امله ۹۳ ماشومان مړه شوي دي.
د رسنیو د رپوټونو په وینا، تېره ورځ د اسرائیلي بریدونو له امله ۷۴ فلسطینیان ووژل شول، چې په دې کې ۳۶ هغه کسان شامل دي چې د مرستو په تمه وو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره ادارې (یونیسف) په وینا، هره ورځ ۲۸ ماشومان د بمباریو او د مرستو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بل پلو، د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د سمدستي اوربند او د غزې د لیدنې غوښتنه کړې ده.