خبرونهنړۍ

د برازیل پخوانی ولسمشر پخپل کور کې نظر بند شو

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د برازیل سترې محکمې قاضي د پخواني ولسمشر جایر بولسونارو د ټولنیزو رسنیو د بندیز د سرغړونې له امله د دوشنبې په ورځ په کور کې نظربند کړ.

په بولسونارو تور دی چې هغه د ۲۰۲۲ کال په ټاکنو کې د ماتې وروسته د واک د نیولو هڅه کړې او په ښکاره ډول یې د پوځي کودتا پلان جوړ کړی وو.

محکمې ویلي، چې هغه به یواځې پخپل کور کې له خپلو وکیلانو سره لیدلی شي، مبایل نشي کارولی او که سرغړونه وکړي، نو له کور څخه به بند خونې ته ولیږل شي.

امریکا د دې محکمې پرېکړه غندلې او دا چاره یې د بشري حقونو څخه سرغړونه بللې.