
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند د تاتارستان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره چې کابل ته یې سفر کړی، لیدلي دي.
د طالبانو ارګ په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دغه لیدنه کې د دوو اړخیزو اړیکو د پراختيا، سوداګر د ودې او محصلینو ته د بورسیو د ورکړې په تړاو خبرې اترې شوي دي.
د ارګ په اعلامیه کې د تاتارستان هېواد د لومړي وزیر د مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو له قوله راغلي چې هېواد يې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له خلکو سره د اقتصاد، سوداګرۍ او زده کړو برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
دغه راز د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر اخوند په دغه ناسته کې د روسیې فدراسیون تر چتر لاندې د ټولو جمهوریتونو سره اړیکې مهمې ګڼلي او د روسیې لخوا د طالبانو په رسميت پېژندل يې يو مهم ګام یاد کړی دی.
هغه ويلي، ستاسو راتګ به د کابل او کازان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او ګډې سوداګرۍ په زیاتېدو کې رغنده رول ولوبوي.
د یادولو وړ ده چې تاتارستان د روسیې فدراسیون تر چتر لاندې يو خپلواک جمهوریت دی.